راشه ساقی یو ځلی ډک دمیو جام راکړه

راشه ساقی یو ځلی ډک دمیو جام راکړه
خمار دعشق نیشه جذبه د انتقام راکړه
خدایږو دنیا نه یم مایوس سترګی می تاته اوړي
نسیمه پریږده تغافل نوی پیغام راکړه
څو به خوږمن په زړه دردمنداو لوغړن ګرځمه
مطربه راشه د خوښی نوی الهام راکړه
ناصحه ته افلاطونی درسونه ځانته وایه
ماته دخیال په نندارتون کې ګل اندام راکړه
چې حوصلی مي فیصلی دمشکلاتو وکړي
ماته په دغه سلسله کې لوړ مقام راکړه
چې پړاوونه کړاوونه راته یو قدم شی
داسي نظر داسي وزر د عشق په نام راکړه
یا می زر پورته کړه له خاورو د خودی معراج ته
یا می کړه شمار په لیونو کې نوم د سرسام راکړه
په کار می ندی سره او سپین ماڼی بنګلی نه غواړم
لیونی مینه دمجنون او د بهرام راکړه
یا می په برخه کامیابی کړه چې ښادی وګورم
یا خودی ژوند دناکامی لره انجام راکړه
چې د پتنګ غوندی لوګې شم په طواف د اشنا
خدایه (سیلاب) ته زر قدرت د دی احرام راکړه
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *